جګړه که توطیه؟

لیکنه: ارشاد رغاند

ولسمشرکرزي له اتلانتیک مجلې سره په یوه تازه مرکه کې ویلي،چې په افغانستان کې روانې وژنې او بد امنۍ د جګړې پایله نه؛بلکې د هغې توطیې پایله او هدف دی،چې د بهرنیانو لخوا په افغانستان کې د هغوی د ګټو د خوندي کولو لپاره جوړه شوې او عملي کیږي. ښاغلي کرزي په دغه مرکه کې له امریکا او ناټو سره د خپلو هدفونو د متفاوت والي ادعا کړې او ویلي یې ده،چې ده هیڅکله ځان په جګړه کې ښکېل نه دی ګڼلی،د افغانانو د وینه توییدنې خلاف و او خوښ دی،چې بیا هم په جګړه کې ښکېل نه وي. ولسمشرکرزي په دې مرکه کې په مشخص ډول هڅه کړې،چې ځان د ملي پوځیانو د وژل کیدو ترڅنګ د وسله والو طالبانو د وژنې مخالف او د دواړو لورو وژنه په سیمه کې د پاتې کیدو او نورو اهدافو لپاره یې د امریکا او ناټو توطیه وګڼي. په بله ژبه ولسمشرکرزي په دې مرکه کې کوښښ کړی،چې د تېرو دیارلسو کلونو جګړې،تلفاتو او ناکامیو ټوله پړه پر بهرنیانو واچوي او ځان له هغوی څخه د جلا اهدافو لرونکی او حتی د ده په ټکو د بهرنۍ توطیې د شنډولو یو هڅاند وښيي. جګړه که توطیه؟ د ولسمشرکرزي څرګندونې که د یوه افغان یا بهرني واقعي نظرخاوند په توګه تحلیل او وڅېړل شي،په حقه او ریښتینې به وګڼل شي. په دې څوک سترګې نه شي پټولای،چې په افغانستان کې د زیاتو جګړو که هغه د کورنیو یا بهرنیو کرکټرانو په ګډون مخته وړل شوي،ترشا د توطیې تیورۍ موجودې وې او ددغو جګړو زیاته ګټه بهرنیانو ته رسیدلې ده.

د روانې جګړې په اړه هم د توطیې ادعا په حقه او نه ردیدونکې مسئله ده،په عامه اصطلاح ټول افغانان پوهیږي چې غوا توره او شیدې یې سپینې دي،یا ټولو ته څرګنده ده،چې په افغانستان کې د جدي کورنیو ستونزو له جوړولو سره له لسیزو،لسیزو بهرنیانو په افغانستان کې د توطیې هڅې ترسره کړي او په دې ترڅ کې یې خپلې زیاتې مهمې ګټې او هدفونه په اسانه او ارزانه ډول لاسته راوړي دي. په دې کې هم شک نشته،چې د درېیمې نړۍ د یوه هېواد په توګه د افغانستان په کمزورو او بهرنیو مداخلو ته په مساعدو شرایطو کې ډېرسیاستوال،رهبران او مهمې څېرې د همدغسې توطیو په برکت سیاسي ډګر ته راوستل شوي،پرخلکو منل شوي او د واک او شهرت امتیاز یې ترلاسه کړی. موږ که له جګړې څخه د خلاصیدو اساسي هڅې او هدف غواړو ولرو،مجبور او مسول یوو،چې اول زموږ په نوم او تاوان تمامې شوې جګړې،ورته مخکینۍ جګړې،د جګړو ژورې رېښې،عوامل،هدفونه،د پردې شاته لاسونه او نورې ټولې مهمې خواوې په جدي او پراخ ډول مطالعه او ځانته معلوم کړو. د دې ترڅنګ موږ ته په دغو جګړو کې د ښکېلیدو او پرموږ د جګړو د تحمیلیدو د عواملو څېړنه او د دغو عواملو ختمول تر ټولو اساسي مسولیت دی. د جګړې او توطیې ترمنځ د بحث جوړولو هدف باید له عامه ذهنیت،واقعیتونو او احساساتو سره لوبې نه؛بلکې له دغه ناورینه څخه په اساسي ډول د هېواد د خلاصولو هڅه وي. زموږ پرسیاستوالو دا قضاوت عام دی او واقعیت لري،چې دوی په یوه لوبه،توطیه یا جګړه کې د خپل کرکټر او ګټو له پای ته رسیدو سره هڅه کوي،ځان د لوبې بې پلوه،ناخبر او متقي کرکټر ثابت کړي. هغه کار،چې پایلې یې د ښو پرځای بدې او خلکو ته قانع کوونکې نه دي. زموږ سیاستوالو ډېرکله تروخت تېرو او پخپله ګټه څرګندونو سره نه یوازې توطیې چې باید لا له وړاندې یې د خنثی کولو هڅې کړې وای،نه دي خنثی کړي؛بلکې د توطیو د پیاوړتیا او توطیه ګرو او ولس ترمنځ د یوه احساساتي مقابلې سبب شوي هم دي. له دې کبله وایوو،چې واقعیتونه باید له احساساتو پرته په مسولانه ډول معلوم،په سنجیده شکل بیان او د مقابلې لپاره یې داسې کار وشي،چې شخصي ګټې،غرضونه او د خلکو د احساساتو پارولو مسئله پکې هدف نه وي.