جیکولین؛ هغه اداکاره چې له مينوالو پټ ژوند نه خوښوي

د بالي ووډ سينما نوموتې اداکاره جیکولین فرنانډز د بالي ووډ یوه له هغو اداکارانو څخه ده، چې پټ ژوند خوند نه ورکوي او همېشه په دې هڅه کې وي، چې د خپل ژوند رنګينې شېبې له نورو سره شريکې یا د خپل ژوند په خوندورو لمحو کې نور خلک هم ورسره شريک کړي. اداکاره وخت په وخت په ټولنيزو رسنيو کې خپل عکسونه او ويډيوګانې له مينوالو سره شريکوي او د هغوی د ساعت د تېرولو لپاره هره ممکنه لاره ازمايي.

جیکولین چې د بالي ووډ په ځينو ښو او مشهورو فلمونو کې یې مرکزي رول ادا کړی دی، دا مهال په انسټګرام کې ۴۸ ميليونه څارونکي لري، چې په همدې ډول په فېسبوک کې هم بلها زیات لایکونه او څارونکي لري او په ټوېټر کې هم نوموړې د ډېرو څارونکو په نوملړ کې قرار لري.

جیکولین چې د هنر په نړۍ کې یې په لومړي ځل له موډلنګ نه پیل کړی و او د سوجی غوش په ډرامې (علاالدین) کې یې په لومړي ځل اداکاري کړې وه، ډېر ژر د سينما د مينوالو په منځ کې مشهوره شوه او ځان یې د یوې کامیابې اداکارې په حيث په خلکو وپېژانده.

جیکولین چې اصلي وطن یې سريلانکا ده، په اسانۍ سره وکولای شوای چې له هندي ټولنې سره سمون وکړي او د هندیانو کلتور باندې ځان پوه کړي. نوموړې د ۱۹۸۵ ز کال د اګسټ میاشتې په ۱۱مه نېټه زېږېدلې ده، چې لوړې زده کړې یې په سډني پوهنتون کې کړې دي.

هغه تر دې دمه مجرده ده او واده یې نه دی کړی، خو د بحرين له پاچا شېخ حسن بن راشد الخليفه او له هندي ډايريکټر ساجد خان سره یې د مينې اړیکې درلودې، چې دواړو جیکولین ته د واده وړانديزونه هم کړي وو، خو اداکارې هغوی ته منفي ځوابونه ورکړي وو.

کاپي…