جیکي شروف: د خپل فلم په ناکامۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی وم

د بالي ووډ فلمونو سینير اداکار جیکي شروف ۱۸ کاله مخکیني فلم (بوم) په اړه وايي، چې د دې فلم د ناکامۍ له وجې هغه او د هغه کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې وه.

جیکي شروف وايي، چې د (بوم) فلم باندې یې مصارف کړي و او فلم ناکامه شو، د فلم د ناکامۍ له وجې یې خپل کور خرڅ کړ او د پور خلاصولو لپاره یې لا ډېره خواري پیل کړه.

د یادولو ده چې (بوم) فلم په ۲۰۰۳ کال کې نندارې ته وړاندې شوی و، په دې فلم کې امیتاب بچن، جیکي شروف، ګلشن ګروور، پدما لکشمي، مادهو سپری، زینت امان او کترینه کیف کار کړی و، دا فلم جیکي شروف او د هغه مېرمن عاشیه شروف پروډیوس کړی و، یعنې مصارف یې پرې کړي و.

جیکي شروف وايي، چې د فلم د ناکامۍ نه وروسته یې د خپلې کورنۍ د نوم به خاطر هم د هغه ټولو کسانو پېسې هغوی ته وسپارلې، چې د دې فلم له وجې یې په ده پسې پاتې وې.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې هغه پوهېږي چې خپله هڅه او خواري یې وکړه، خو له ناکامۍ سره مخ شو، په کار روزګار کې ګټه او تاوان راځي او دا د ژوند سره تړلې خبرې دي.

کاپي…