حامد کرزي د هېواد خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۴مې کليزې په مناسبت پيغام کې، له ا.ا غوښتي چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خوشې کړي

‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۴مې کليزې په مناسبت پيغام کې ويلي، له ا.ا غواړي چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه ژر تر ژره خوشې کړي.
کرزي زیاته کړې، که غواړو ملي موخو ته ورسېږو او د نورو له احتياجه خلاص شو، نو دا د زده کړو له ترلاسه کولو پرته ناممکنه ده.