حامد کرزی: سوله د ټولو ځورېدلو افغانانو هیله او سالم حق دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دی په قطر کې د امریکایي پلاوي او د طالبانو  ترمنځ د پیل شویو خبرو ملاتړ کوي او هیله لري چې دا خبرې به په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لامل شي.

سرچینه کاږي، سوله د ټولو ځورېدلو افغانانو هیله او سالم حق دی او په همدې بنسټ نوموړی د سولې لپاره له روانو هڅو کلک ملاتړ کوي او له ټولو ښکېلو لوریو غواړي، چې د دې خبرو په لړ کې له پوره دقته کار واخلي څو په پایله کې یې افغانان د ملي یووالي تر چتر لاندې د یو قوي او واحد نظام خاوندان شي.