حامد کرزی: نړۍ بايد د سولې په پروسه کې دوه مخی سياست ونه کړي.

راپور: ثناءالله غرقاب

ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا پر دولت ضد وسله والو غږ وکړ چې ورور وژنې ته د پاې ټکی کيږدي او د سياسي پروسې له لارې خپلو روا هدفونو ته ځان ورسوي. نوموړي دا څرګندونې د افغانستان د ملي شورا د شپاړسمې تقنیني دورې د څلورم کال د اوومې ناستې بهیر په پرانیستونکې غونډه کې وکړې چې لوړپوړو دولتي چارواکو، د ولسمشرۍ يو شمېر نوماندانو او د ملي شورا غړو پکې ګډون کړی وو.

ښاغلي کرزي دوينا پر مهال په سياسي، اقتصادي، پوهنې او نورو ټولنيزو برخو کې د تېرو دولسو کلونو د لاسته راوړنو د يادونې تر څنګ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو بنسټیزه لاره د سولې او پخلاينې پروسې بريالي کول دي.

هغه زياته کړه، په هيواد کې پنځه دېرش کلنې جګړې د سلګونه زره هيوادوالو ژوند اخيستی او لا هم دا لړۍ روانه ده. د نوموړي په خبره افغانان په هيواد کې د سولې ټینګښت د خلکو ارمان دی او د سولې ټینګښت يې خپل کاري لومړېتوب وباله.

ولسمشر کرزي په دې اوږده وينا کې وويل تل يې وسله وال طالبان ورورڼه بللي او له دې امله له اختلافونو سره مخ شوي خو ځکه وسله وال طالبان وروڼه بولی چې هغوۍ د دې خاورې بچيان دي او هدف يې دا دی چې له ورور وژنې لاس واخلي او د پرديو له ولکې ځان خلاص کړي.  د ولسمشر کرزي په باور پاکستان او امريکا د سولې په پروسه کې اغېزمنه همکاري کولی شي.

))مونږ پوهيږو چې د طالبانو مشران په خوندي فضاء کې په پاکستان کې اوسيږي. هغه وویل : طالب مشران چې د سولې خبرو ته ليوالتېا ښيې له بده مرغه نيول کيږي او يا هم وژل کيږي. د بېلګې په توګه له هغه وروسته چې معتصم اغا جان چې د يو شمېر طالب مشرانو په استازيتوب د سولې پروسې د ملاتړ اعلان وکړ، د طالبانو يو شمېر مشران له بده مرغه ووژل شول. له دې سره سره مونږ د سولې خبرو اترو په لور ګامونه پورته کوو.))

ولسمشر کرزي زياته کړه، پاکستان اوس له هغه وسله والو ډلو رنځيږي چې د ياد هيواد یو شمېر کړيو له خوا يې ملاتړ کېده. د نوموړي په وينا نن چې له ترهګرۍ څخه څومره افغانستان رنځيږي هومره پاکستان رنځيږي. ولسمشر کرزي ټینګار وکړ چې له غميزو څخه د خلاصون لپاره بايد دواړه هيوادونه اوږه په اوږه د سولې د ټینګښت لپاره په رښتينې توګه کار وکړي او دواړه هيوادونه د يو ملي حاکميت ته په درنه سترګه وګوري.

هغه زياته کړه، افغانستان له هر هيواد سره دوستانه اړيکې غواړي او د ترهګرۍ په ګډون هر ډول فشار نه شي کولی افغانستان د چا تابع کړي.

((په دې شرط افغانستان او پاکستان کولی شي، سوله ټینګه کړي چې دواړه هيوادونه د يو خپلواکۍ او ملي حاکميت ته درناوی وکړي او له يو بل سره په رشتينې توګه همکاري وکړي. د پاکستان مشرانو ته مې نن دا پيغام دی، له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو راوروسته دا هڅه شوې چې افغانستان د پاکستان تر سياسي نفوذ لاندې وي. خو د پاکستان مشرانو ته دا مالومه شوه چې دا امکان نه لري. افغانستان چې شوروي، امريکا او انګليس ته تسليم نشو، نو هيچا ته نه تسليميږي.))

ښاغلي کرزي وويل، له امريکا سره يې د اختلاف موضوع د ملکيانو مرګژوبله او د هيوادوالو امنيت وو. ولسمشر کرزي وړاندې وويل، له يوه پلوه افغانان د هغه ترهګرو په بريدونو کې وژل کيږي چې له پولو بهر روزل کيږي او ملاتړ يې کيږي او له بله پلوه د هغه چا زيان مومي او وژل کيږي چې افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه راغلي دي.

هغه ټینګار وکړ چې افغانان هم بايد د نورو هيوادونو د وګړو په څېر په امن کې ژوند وکړي او هيڅ هيواد ته دا حق نه ورکوو چې زمونږ په هيواد کې زندان جوړ کړي او زمونږ هيوادوال بنديان کړي.

((امريکا متحده ايالتونه کولی شي چې له افغانستان سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي او اغېزمنه مرسته وکړي. ما تکراري ډول ويلي چې دا کار له دوه لارو شونی دی. يا بايد له تروريزم سره هغه ځاې کې مبارزه وشي له کومه چې سرچېنه اخلي او يا دا چې د تروريزم ملاتړکوونکو سره مالي همکارۍ ته د پاې ټکی کېښودل شي. د تروريزم ملاتړ کوونکي بايد ونه نازول شي. نړۍ بايد د سولې په برخه کې په متمدنه تګلارې سره سياسي چلند وکړي، او د تروريزم ملاتړ کوونکي بايد ونه هڅول شي. او هم بايد په دې برخه کې دوه مخی سياست ونه شي.))

ولسمشر کرزي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو وویل، چې هڅه یې دا ده دغه ټاکنې په ازاده فضا کې په رڼه ډول ترسره شي.هغه وویل، د رڼو ټاکنو ترسره کېدل د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک فعالیت په صورت کې امکان لري.