حسد او کینه لرل مو په سرطان هم اخته کولای شي

منفي سوچ، کینه یا حسد که له یوې مخې د انسان ذهني فشار او خپګان زیاتوي خو له بلې مخې یې له ژوند خوند اخیستلو ته نه پریږدي. حسد او کینه لرل د شریعت له مخې ګناه ګڼل کیږي.

پوهان وایي چې کینه او حسد یا منفي سوچ انسان د سرطان په څېر په ناوړه ناروغۍ اخته کولای شي، د یوې څيړنې له مخې دا یوازې پر دماغو اغیز نه بلکې بدن ته هم یو ډول زیان رسوي.

د پوهانو په وینا منفي سوچ په انسان کې «همیشه تشویش» رامنځته کوي، دغه ماده د « اېډرینالین او کورټیسول» په نوم هارمون رامنځته کوي، چې کینه کښ سوچ لرلو سره بدن کې وده کوي او ددغې هارمونونو زیاته وده کول د بدن دفاعي حجرو ته سخت زیان رسوي، او په پایله کې انسان پر سرطان اخته کوي.

پوهان زیاتوي؛ د یادې ستونزې څخه د خلاصون اسانه حل دا دی چې له یو شمېر خبرو ورتېر شئ، د هر چا په کارونو کې کار مه لرئ او د بخښنې عادت خپل کړئ، دا مو ذهني او بدني داړو روغتیا لپاره ګټور دی.

د څیړنې سره سم هغه خلک چې د بخښنې او له خبرو د ورتېریدو عادت لري بدني روغتیا یې له نورو ښه وي، ذهني فشار یې کم وي او په سمه توګه خوب کولای شي، دوی ته د معدې ستونزې کمې موندل کیږي او د ناروغیو پرمهال یې درمل ته کمه اړتیا لیدل کیږي.

کاپي