حسن روحاني: لاریون کوونکي دهېواد دښمنان دي او دوی ناکام شوي دي.

دایران ولسمشرحسن روحاني ویلي حکومت بریالی شو چې په ایران کې لاریون کوونکي ناکام کړي او په دې توګه یې د هېواد دښمنان مات کړي دي.

روحاني ټینګار کوي چې یادو کسانو د هېواد د ملي ګټو پر ضد لاریون کړی و. له تېرو څو ورځو راهیسې ایراني وګړو د تېلو د بیو د لوړېدو، بې کارۍ، فساد او اقتصادي ستونزو له امله د حکومت ضد لاریونونه پیل کړي وو او چارواکي یې په بې کفایتۍ تورن کړل.

خو ایراني حکومت د لاریون کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخیست چې له امله یې ۱۰۶ لاریون کوونکي ووژل شول.

دا مسئله په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوه. دا په تېرو دېرشو کلونو کې په ایران کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ده.

ایراني حکومت لا هم د لاریونونو په سیمه کې پر انټرنېټ او رسنیو بندیز لګولی دی.