حسن روحاني وايي، د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، چې هېواد یې هغومره زیات یورانیم غني کوي چې له نړیوالو سره د اټومي هوکړې تر لاسلیک مخکې یې کول.

ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له نړیوالو قدرتونو سره هوکړه وکړه، چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې به خپل اټومي پروګرام محدود کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره ورځ په یوه ټلوېزیوني وینا کې ویلي، چې پر ایران فشار زیات شوی، خو دوی د یورانیمو پر غني کولو ټول محدودیتونه په بشپړ ډول لرې کړي دي.

نوموړی وروسته له هغې د یورانیمو پر لا غني کولو ټینګار کوي، چې دا مهال د امریکا او ایران اړیکي ورځ تر بلې ترینګلي حالت ته ځي.