حضرت الله ځاځي؛ لومړی افغان لوبغاړی چې د افغانستان د کرکټ په پریمیرلیګ کې يې سليزه پوره کړه

د افغانستان د کرکټ په پریمیرلیګ سياليو کې د لومړي ځل لپاره افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي له سلو زياتې منډې جوړې کړې.

نوموړي تېره ورځ په کابل لوبډله کې ولوبېد او د ننګرهار لوبډلې خلاف يې دغه منډې جوړې کړې. د کابل لوبډلې کپټاني راشد ارمان کوله.

د تېرې ورځې په سيالۍ کې کابل لوبډلې ننګرهار لوبډلې ته ۱۸۹ منډې تارګېټ ورکړ، خو ننګرهار لوبډلې پوره نه کړ او کابل لوبډلې لوبه وګټله.

دغه لوبې په عربي متحده امارتو کې کيږي، چې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ يو شمېر مشهور لوبغاړي هم په کې لوبيږي.