حضرت الله ځاځي په نوې درجه بندۍ کې شپږم مقام خپل کړ

د ملي لوبډلې تېز چپ لاسي توپ وهونکي حضرت الله ځاځي په نوې درجه بندۍ کې مخکې تګ کړی او شپږم مقام یې ترلاسه کړی دی.

ځاځي د ايرلينډ پر وړاندې سياليو کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړې وه او په درې سياليو کې يې په ۱۰۲ اوسط سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې وې او په درجه بندۍ کې له ۳۸م مقام څخه اووم مقام ته پورته شوی وو.

نوموړي ایرلینډ سره د سیریز په دویمه لوبه کې په زړه پورې توپ وهنه وکړه او ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې یې وکړې، چې په هغه لوبه کې افغان لوبډلې او ځاځي په ګډه ۶ نړیوال ریکارډونه مات کړل.

په نوې درجه بندۍ کې د شل اوریزو توپ وهنې برخه کې پاکستانی بابرعظم په ۸۸۵ نمرو د جدول په لومړي مقام کې دی.

کولین مونرو په دویم؛ خو حضرت الله ځاځي بیا په ۷۱۸ نمرو سره شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

ځاځي تر اوسه ۶ شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړي او ټولې یې ۳۷۸ منډې پکې کړي دي، چې اوسنی اوسط یې ۷۵.۶۰ دی.

باید یاده شي، چې د شل اوریزو سیالیو په توپ اچونې برخه کې راشد خان لاهم په خپل لومړي مقام کې پاتې دی او په الراونډرانو برخه کې محمد نبي خپل درېیم مقام له لاسه نه دی ورکړی.

خبریال: نصرت الله عمرزی