د لس اوریز کرکټ لیګ په ۶مه لوبه کې راجپورټ لوبډلې پښتون لوبډلې ته د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۲۲ منډو ورکړ.
راجپوټ ته برینډن مکلم ۵۸ تر ټول زیاتې منډې وکړې، خو محمد شهزاد په دې لوبه کې یواځې ۶ منډې جوړې کړې.
د پښتون لوبډلې په ګټه شرف الدین اشرف دوه اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې خو په ویکټ اخیستلو بریالی نه شو.
پښتون لوبډلې یاد هدف لسم اور کې د یو لوبغاړي په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د لس ویکټو په شتون کې وګټله.
دوی ته شفیق الله شفق په ۱۸ بالونو د ۳ شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته ۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
په ۷مه لوبه کې بنګال ټایګرس لوبډلې ماراتا عربینز لوبډلې ته د ۹۲ منډو هدف ورکړ.
ټایګرس لوبډلې ته محمد نبي ۱۶ منډې وکړې، ده په راشید شپږیزه ووهله او په ورپسې بال یې کلین بولډ اوټ کړ.
ماراتا عربینز لوبډلې د افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي په چټکې توپ وهنې سره یاد هدف ۹م اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۹ ویکټو په شتون کې وګټله.
حضرت ځاځي په ۳۵ بالونو د ۴ شپږیزو او لس څلوریزو په مرسته ۷۵ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په دې سره روانو لس اوریزو سیالیو ځاځی دریم افغان لوبغاړی شو، چې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل کیږي له دې وړاندې شهزاد محمدي په ښې توپ وهنې او ظاهر خان په ښې توپ اچونې سره د لوبې غوره لوبغاړي ټاکل شوي وه.
د دې سیالیو په ۸مه لوبه کې نارترن واریورز لوبډلې پنجاب لیجنډز لوبډلې ته په ۹۹ منډو ماتې ورکړه.
د دې سیالیو په لړ کې نن ماخستن ۷ بجې پښتون لوبډله د سیندیز لوبډلې سره او ۹ بجې او ۱۵ دقیقې به ماراتا عربینز لوبډله د نارترن واریورز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
لیکوال : نصرت الله عمرزی