حضرت بلال د کرونا ویروس څخه په بشپړه توګه روغ شو

د لغمان ولایت اوسیدونکی حضرت بلال د کرونا ویروس څخه په بشپړه توګه روغتیا حاصله کړه او نن به رک روغ خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

د لغمان والي وياند اسد الله دولتزى وايې، چې د نوموړي ټول درې واړه وروستي ټسټونه منفي شول.