حضرت نظام الدین ولي رحمت الله علیه:

ژباړن: شمس الرحمن شمس

حضرت نظام الدین رحمت الله علیه د خدای (ج) له بزرګان څخه یو و،هغه به خپلو مریدانو ته په خپل تقریر کې دا خبره ډېره کوله چې د دوبي زوی هم له موږ بهتر و، نو یوه ورځ تري خلکو پوښتنه وکړه چې ای د الله ولي دا دوبي د زوی کیسه څه ده موږ ته هم ووایه!

حضرت نظام الدین رحمت الله علیه ورته وویل چې دا یوه داسې واقیع ده چې یو دوبي د محل کالي مینځل له هغه سره یې میرمن هم دا کار کوو، وخت په تېریدو سره یې زوی هم راغټ شو او د خپل مور او پلار د لاس سپک کولو لپاره د کالي مینځلو کار شروع کړ چې په دې کالیو کې د بادشاه د لور شهزادۍ کالي هم په کې و، د وخت په تېریدو د دوبي زوی پر شهزادګۍ مئینېږي او مینه یې ورځ تر بلې زیاتیږي.

 

یو وخت داسې راځي چې کورنۍ یې پر خپل زوی پوهیږي چې زوی یې پر شهزادګۍ مئین شوی نو سمدلاسه یې هغه زلمی له کار څخه منع کړ،ځکه کورنۍ یې ویره لرله که بادشاه خبر شي نو ټوله کورنۍ به ور ووژني.

کله چې هلک د شهزادګۍ له کالیو مینځلو لري شو نو، هغه له ډېر خفګان څخه سخت ناروغ شو او له همدې وفات شو.

یو وخت شهزادګۍ پوهیږي چې کالي یي ورته د پخوا پڅیر پاک او ښه نه ښکاریدل.

هغې دوبي را وغوښته او ورته یې ویل؛ چې زما کالي څوک مینځي؟

دوبي ورته وویل: زه یې مینځم شهزادګۍ

شهزادګې ورته بیا وویل مخکي چا مینځل؟

دوبي وویل، مخکې هم ما مینځل…

شهزادګۍ د امتحان لپاره خپل کالي ورکړل او ورته یې وویل دا ومینځه، دوبي کالي ومینځل خو شهزادګۍ چې ولیده نو بیایې خوند هم ورنکړ او کالي ورته خیرن ښکاریدل.

شهزادګۍ هغه ته وویل؛ ته دروغ وایي دا کلي مخکي تا نه مینځل چا مینځل سمه خبره وکړه کنه زه به جزا درکړم.

دوبي ورته د خپل زوی د زړه کېسه وکړه او ورته یي وویل؛ زوی مې له تاسره ډېره مینه کوله نو ستا پر کالیو به یې ډېر وخت تېراوو او ډېرې مینې به یې درته مینځل.

شهزادګۍ چې دا خبره واوریده نو په سترګو کې یې اوښکي ډنډ شوي او سمدلاسه یې دوبي سره د هغه زوی قبر ته ولاړه او شهزادګۍ د هغه په قبر ګلان وکرل او له هغې وروسته یې هره ورځ هغې ته اوبه ورکولي، له شهزادګۍ محل پاتي شو او د دوبي زوی قبر ته یي هره ورځ اوبه وړلي.

حضرت نظام الدین خپلو مریدانو ته په خطاب کې وویل چې، د دوبي زوی له موږ نه په دې ښه و چې مینه یې پاکه وه او محبوبي یې هم مینه پیژندله او پرې پوهېده.

خبره داده کله چې یوه شهزادګۍ د یوه انسان نا لیدلي مینه حس کوي او د یوه زلمي نالیدلي مینه هغې ته رسي نو فکر وکړی، د دوبي مینه خو معلومه شوه چې قبوله شوه خو زموږ له الله سره مینه به څنګه وي او انجام به یې څه وي.

په خدای قسم که دا لمونځونه او روژه نه وای نو، موږ به هم د دوبي زوی په څېر مینه کې ژوند بایللی وای همدا لمونځ دی چې موږ یې له خپل رب سره نیږدي کړي یو او خپل رب سره پرې مینه پالو خو پوښتنه داده چې زموږ مینه به الله قبوله کړې او که نه؟

نو په دې خاطر د دوبي زوی له موږ نه ښه و چې مینه خو یې قبول شي.