شمله د احمدشاه به ټيټېدو ته نه پرېږدو
مونږ خپل ټاټوبی هیڅکله پردو ته نه پرېږدو
ددوی فطرت کی نغښتي دي داړل د انسانانو
وحشي ځناوران ځکه کوڅو ته نه پرېږدو
تازه په خوشبويي يی چی نفس د بېګانه شي
د خپل ګلبڼ ګلان داسې وږمو ته نه پرېږدو
د هغو خواته لاړ شه چی ذهنونه يی محکوم وي
ستا پوچه مفکوره مونږه ذهنو ته نه پرېږدو
نیکونو نه را پاتې ستانکزیه دا میراث ده
ځنځير د اسارت خپلو پښو ته نه پرېږدو
سرور ستانکزی