حمدالله محب او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي پاکستان تللي

د ملي امنیت سلاکار او د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، سیمه‌ ییز امنیت او سولې د هڅو په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللي دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په بلنه پاکستان ته ورغلي دي.

د ملي امنیت د شورا ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ تېره شپه لیدنې شوي، خو نوموړي په ‌دې اړه ډېر جزئیات نه ‌دي ورکړي.

تمه کېږي چې دواړه افغان چارواکي به نن بېرته کابل ته ستانه شي.