حمدالله محب د همګټو هېوادونو په ناسته کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب روسیه کې د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هېوادنو د ملي امنیت سلاکارانو ترمنځ اوومه ناسته کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت، ترهګرۍ او وسلوالو ډلو سره د وروستۍ مبارزې په اړه خبرې کړي دي.

یاده غونډه چې پرون د نومبر په ۲۰مه د روسیې په مسکو کې جوړه شوې وه، د همګټو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې د بهرنیو ترهګرو د تګ ـ راتګ مخنیوي په اړه هم بحث شوی.

دې ناسته کې د حمدالله محب سربېره د قزاقستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هم د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړی.