چهارشنبه , 15 مې 2024

حمدالله محب د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او امنیتي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې محب او د هغه سیال اجیت دوول د دواړو هېوادونو پر ګډې همکارۍ او ګډ کار سربېره، د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه، د افغانستان پر سوله او سیمه ییزو همکاریو وکړې.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې ترهګري د ټولو هیوادونو دښمنه پدیده ده او باید په ګډه یې پر وړاندې مبارزه وشي.
نوموړي زیاته کړه، د سولې د ۷ ماده ییز پلان په اړه روښانه کړه، چې افغانستان په دې طرحې سره غواړي هم په کور دننه او هم د همکاره هیوادونو په کچه همغږي رامنځته او هیواد د یوې دایمي سولې او ثبات خاوند کړي.
د هند د ملي امنیت سلاکار په دې لیدنه کې وویل، چې اړتیا ده د ستونزو د حل په موخه د سیمې هیوادونه لاس سره یو کړي او هند تیار دی په دې اړه همکاري وکړي.