حمدالله محب وایي د خلکو استازو سره د حکومت اړیکې مهمې دي

د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب ویلي په افغانستان کې د امنیت ټینګښت خورا مهم دی؛ د نوموړي په وېنا که د هېواد یو ولایت نا امنه شي؛ نو په ترتیب سره په نورو څنګ لورو ولایتونو اغېز پرېباسلی شي.

محب د امنیت د ټینګښت په برخه کې له حکومت سره د ولسي خلکو ملاتړ مهم بللی او د خلکو له استازیو یې غوښتي، چې له خپلو خلکو سره ښې اړیکې ولري او په دې ډول د هېواد د امنیت په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

د ولسي جرګې ځېنې غړي د ملي امنیت شورا سلاکار دفتر ته ورغلي وو او هلته یې د ملي امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ژمنه کړې او هم یې په ولایتونو او سیمو کې د افغان ګډو ځواکونو چاڼیز عملیاتو په اړه د نظریاتو د شریکولو خبره کړې ده.