حمد الله محب جوزجان کې له دوستم سره د امنیتي وضعیت په اړه کتلي دي

د ملي امینت شورا سلاکار حمدالله محب د بلخ ولایت د امنیتي وضعیت تر څېړلو ورسته سه شنبه جوزجان ته لاړ، څو د دغه ولایت د امنیتي وضیعت ارزونه وکړي.

نوموړي په دغه سفر کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د جوزجان ولایت له امنیتي مسولینو سره لیدلي او په یاد ولایت کې یې د نا امنیو په راکمولو او د وسله والو طالبانو پرضد د عملیاتو پر زیاتولو یې وروسره خبرې کړي دي.