د ولسمشر غني د دوو جلا حکمونو پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړي په تېرو دوو لسیزو کې د کلیو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه کار کړی دی.
حنیف اتمر همدا راز د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند هم وو، چې بیا په ټاکنیزو سیالیو کې له ګډون کولو تېر شو.