حنیف اتمر: ټول ناکام نوماندان دې اساسي قانون ته درناوی ولري

نوموړی، چې د یوې غونډې په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت ته د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وپیژندل شو، غوښتنه یې وکړه چې ټاکنو کې ناکام نوماندان دې اساسي قانون ته درناوی ولري. د اتمر په خبره، ولسمشریزې ټاکنې او سیالۍ پای ته رسیدلې، نو ځکه باید ټول ناکام نوماندان اساسي قانون ومني او د هغې درناوي ته قایل شي. نوموړي همدا راز په سیاسیونو غږ وکړ، چې ټول سیاسي اختلافات شاته کړي او د سولې راوستو او جګړې پای ته رسولو لپاره واحد نظر خپل کړي.

افغانستان کې د کرونا مثبتي پیښې ۳۶۷ ته پورته شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو وروستیو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هرات کې ۱۶، کابل کې ۶، نیمروز کې ۳، کندز او فاریاب کې دوه ـ دوه او دایکندي کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. د کرونا ویروس وروستیو ۳۰ نویو پېښو سره ټول افغانستان کې مثبتې پېښې ۳۶۷ ته ورسېدې، په داسې حال کې چې تازه د یاد ویروس له امله د افغانستان د طبي کورنۍ لومړنی ډاکټر حنيف الله مړ شو او همدا راز ۱۷ نور هغه کسان چې په کرونا اخته وو، بېرته ژغورل شوي دي.