حکایت!

عبدالوهاب سرتېر

حکایت دی دلرغونو کتابونو

چی تیر شوی یو پاچا په دې ملکونو

چی ساتلی یی شاهین ؤ په ډېر شوق

کله کله یی کولو دښکار ذوق

ګمارلی یی خدمت ته و نوکر

پر شاهین به دپاچا و تل نظر

ناببره یوه ورځ والوت اوچت شو

ګرفتار په کړاوونو ، مصیبت شو

دزړې بوډۍ پر کور باندی را کوز شو

چی یی پرې دښکار نوکونه او وربوز شم

**

بوډۍ ټوب کړ او شاهین یی ګرفتار کړ

په قفس کی یی دننه را ایسار کړ

چی نظر یی پر نوکانو دشاهین شو

دبوډۍ له ترحمه زړه پرې شین شو

بوډۍ ووی چی : های وای خواره غریبه

دا نوکان دی څومره لوی دی بد نصیبه ؟

ژر یی غوڅ کړل په چاړه ورنه نوکونه

دشاهین یی په دې دود ورانه کړه خونه

چی مښوکی ته يي وکتل خفه شوه

دشاهین دژوند کاسه بل مخ چپه شوه

په تلوار یی ځنی پرې کړله مښوکه

له شاهین سره چې کوم و دکار توکه

**

چی خبر شولو پاچا له خپل شاهینه

دشاهین پر الوتلو شو غمګینه

امر یی وکړ دشاهین دلټولو

کور پر کور پیل شو لټون کلیو پر کلیو

بس له لټی خلکو بیامونده شاهین

له بوډۍ سره اسیر پر زړه حزین

لوپوډۍ ځڼی یی وکړله پوښتنه

دشاهین دبدې ورځې ګروېږنه

بوډۍ وکړلی خبری سپينی سپينی

له شاهین سره کیسه دخپلی مینی

چی شاهین یی په دې دود یووړ دربار ته

پاچا لا شولو خوابدی دغه کارته

***

وې بوډۍ سره دی نلری څوک کار

شاهین خپله دی په دی کی ګنهکار

چی کُفران یی دنعمت کړی او تللی

نور زما ندی پکار دغه ناولی

خو. دښار خلکو کی ګډه ډڼډوره کړئ

دا شاهین په همدی حال ورته ښکاره کړئ

***

چی پر قدر نشو پوه دآزادۍ خپل

شاهین خپله دی باعث دبربادۍ خپل

لکه نن چی په نړۍ کی افغانانو

آزادي خپله بایللی په مرئیانو

دبوډۍ په ګوتو ورغلو تالا شووو

په دنیا کی چی دهر چا دخندا شوو

نه مښوکه شوه راپاتی نه نو کونه

دشاهین په دود مو ورانه شوله خونه

که ساتلی موږه خپله آزادي وای

برخلیک به مو نن ولی بربادي وای

سرنوشت دآزادي مو دشاهین شو

چی په برخه مو دټول جهان نفرین شو

پوه به نشو په ارزښت دآزادۍ موږ

چی وانخلو لاس له خپلی ناپوهۍ موږ ؟؟؟