حکمتیار: د اوسني حکومت په دوام سوله نه شي راتلای

د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار نن د حزب وحدت په یوه غونډه کې ویلي، د بهرنیو ځواکونو حضور په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو سبب دی.

حکمتیار زیاته کړې د سولې د پروسې مخنیوی ملي خیانت دی او ژر تر ژره دې بین الافغاني مذاکرات پيل شي.  دا په داسې حال کې ده چې ګلبدین حکمتیار د میزان د شپږمې په ټاکنو کې د لومړنیو پایلوله مخې ۷۷ زره رایې وړې دي چې د ټولو کارول شویو رایو ۳ سلنه پوره کوي، خو نوموړی دغه پایلې باطلې بولي