حکمتیار: که په ولسمشریزو ټاکنو کې درغلي وشي نو بېرته به سنګر ته لاړ شو

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار ویلي، که د ټاکنو پایله د درغلیو له مخې څرګنده شي؛ نو له سنګر څخه راغلی او بېرته به سنګر ته ولاړ شي.

نوموړي خپلې ټاکنیزې ډلې ته په ډاګه کړه، چې ریښتینو رایو ته باید درناوی وشي؛ که درناوی  ورته ونشي؛ نو بېرته به له خپلو ملګرو سره د جګړو تودو سنګرونو ته ولاړ شي.

حکمتیار وایي، د رڼو ټاکنو پایله به ومني؛ خو ټینګار کوي، چې باید د درغلیو له لارې د ټاکنو د بدلولو مخه ونیول شي.

ښاغلي حکمتیار په ولسمشر غني تور لګوي، چې په  ولایتونو کې خلکو ته رشوت ورکوي او په ټاکنیزو هڅو کې له دولتي امکاناتو کار اخلي او ان په ارګ کې دننه خپلې ټاکنیزې هڅې تر سره کوي.

نوموړي په خپله وینا کې ویلي، چې له همدا اوس نه بریالی دی او پر حکومت او بهرنیو ځواکونو یې غږ کړی دی، چې د خلکو پر رایو ټینګار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ له ګډوډیو او نا امنیو اندېښنه ښودلې ده.