حکومت د امنیتي ځواکونو د بودیجې د کمولو په طرحې کار کوي

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي ددغې طرحې په عملي کېدو سره به د پوځ په بودیجه کې د پام وړ کموالی رانشي بلکه یواځې د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی به وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې ۱۳۹۹ مالي کال کې د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست لپاره ۱۵۵ میلیارده افغانیو څخه زیاته بودیجه په نظر کې نیول شوې چې، د ملي دفاع وزارت په بودیجه کې د زیاتوالي او کورنیو چارو وزارت بودیجه کې د کموالي ښودنه کوي.

د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجي په سند کې ۱.۴۵ میلیارده افغانۍ د ملي دفاع وزارت ، څلور ۵۴.۲۳ میلیارده افغانۍ د کورنیو چارو وزارت او ۱۹.۵۹ میلیارده افغانۍ د ملي امنیت ریاست ته په نظر کې نیول شوې.

د حکومت دې طرحې ته د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي غبرګون ښودلی او ویلي یې دي اوسمهال ملي دفاع وزارت کې د ډیرو غیر ضروري لګښتونو مخنیوی شوی او په وینا یې که ددغه وزارت په بودیجه کې کمښت راځي نو ملي دفاع وزارت به له ستونزو سره مخ شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینو غړو بیا د بودیجې د احتمالي کمښت په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي که د هېواد په جنګي حالت کې بدلون رانشي او جګړه مدیریت نه شي نو د بودیجي کمښت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ګڼو ستونزو سره مخ کولای شي.