حکومت په ننګرهار کې د تسلیم شويو بهرنیو داعش غړو برخلیک په اړه پریکړه کوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وایي، په تېرو څو ورځو کې سلګونه داعش غړي او د هغوی کورنۍ افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي او په خبره یې، دوی کې د بېلا بېلو هېوادونو وګړي شامل دي چې افغان حکومت یې د خپلو پالیسیو او قوانینو په رڼا کې یوه ټاکلې تګلاره په پام کې لري او دغه تګلاره به په نژدې راتلونکي کې اعلان کړي.

د هېواد د ملي امنیت شورا داسې مهال د داعش نیول شویو غړو برخلیک په اړه خبرې کوي، چې تېره ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د داعش وسلوالې ډلې پر وړاندې افغان ځواکونو عملیاتو کې پرمختګ کړی.