۱- کله چې اذان واورئ نو په هرکارچې لګیایی هغه پریږده او دلمانځه اداکولو ته تیاری ونیسه.
۲- دقران کریم تلاوت کوه غوږ ورته نیسه اود خپل ژوند یوه شېبه هم په بی هدفه اوبی ګټې کار مه لګوه.
۳- په هېڅ کارکې زیاته شخړه اوجګړه مه کوه.
۴- دخبرو په وخت کې له اړتیا څخه زیات خپل اواز مه اوچتوه.
۵- له غیبت کولو څخه ډډه وکړه او د نیکو خبرو څخه پرته نورې خبرې کومه ګټه نه لري.
۶- کله چې له خپلو اسلامي ورونو سره مخامخ کیږی نو له ا سلام علیکم څخه وروسته خپل ځان ورته معرفي کړه ځکه چې داسلام دعوت پرمعرفت اومحبت ولاړدی.
۷ ډیرکارونه په لږوخت کې ترسره کوه د نن ورځ کار سباته مه پریږده.