حیدرآباد لوبډله بهر اوکلکتې لوبډله نیمه پای لوبې ته ووته

تیره شپه دهندوستان په پریمېرلیګ کرېکت سیالیوکې کلکتې لوبډلې حیدرآباد لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه اونیمه پای لوبې ته یې لار پیداکړه.

د لوبې پچه کلکتې لوبډلې وګټله اوحیدرآباد لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

حیدرآباد لوبډلې په ټاکلو شلو اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۲۸ منډې جوړې کړې، چې پکې وارنر ۳۷ او ویلمسون ۲۴ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

دکلکتې لخوا په توپ اچونه کې نایل ۳  یادوف ۲ او بولټ او چولا یو یو لوبغاړي وسوزول.

دوهمه پاڼۍ لوبه د باران له امله وځنډیده چې د ډي ال قانون له مخې کلکتې لوبډلې ته په ۶ اورنوکې د ۴۸ منډو هدف ورکړل شو.

ورکړل شوی هدف کلکتې لوبډلې د درې لوبغاړوپه سوزیدو سره پوره او نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د کلکتې لوبډل مشرګواتم ګمبیرد خپلې لوبډلې دبریا ته رسولو لپاره ۳۲ ناسوزیدلې منډې وکړې.

په حیدرآباد لوبډله کې افغان لوبغاړي راشدخان دنورولوبغاړوپه پرتله ښه توپ اچونه وکړه اوپه دوه اورونوکې یې یوازې ۱۱ منډې ورکړې.

کلکتې لوبډله به سبا ماښام ۷ بجې ممبۍ لوبډلې سره د نیمه پای لوبې ترسره کولولپاره دسیالۍ ډګر ته ووځي،اوګټونکې لوبډله به د پونې سوپرجینټ لوبډلې سره پای لوبې ته لار پیدا کړي.

ددې سیالیو پای لوبه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ ماښام ۷ بجې تر سره شي.

نصرت الله عمرزی