خادم: اعدامونه د سولې خبرې خرابولی شي

حکومت شپږ تنه چې په ترهگريزو کړنو کې یې لاس درلود اعدام کړي دي

طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د اعدام په اړه څه نه دي ویلي، خو دوی تر دې د مخه ګواښ کړی و چې که هغه کسان کوم چې په اعدام محکوم شوي اعدام شي عدلي او قضايي ارګانونه به په نښه کړي.

دا چې د حکومت دا ډول اقدامات به د ولس باور په حکومت څومره زیات کړي،اوهمداراز به یې د سولې په خبرو اغیز څه وي؟

په همدې اړه زمونږ همکار ذبیح الله شینواري په پلازمینه کابل کې د نړیوالو مسایلو له څیړونکي انتظار خادم سره مرکه کړې او په پیل کې ترې پوښتلي چې د عدلیې او قضایي ارګانونو له لورې د اعدام د حکم پلي کیدل څه ډول اقدام دی؟

لاندې یې غږیزه مرکه اوریدلای شئ.