ولسمشرغني وړمه ورځ په لندن کې د روسي په نوم په تحقیقاتي مرکز کې د وینا پرمهال یوځل بیا پاکستان د وسله والو طالبانو په ځپلو کې په نه همکارۍ تورن کړ.
ولسمشر په دغه کنفرانس کې همداراز وویل،چې پاکستان د سولې په راوستلو کې رښتینی نه دی او هغه ژمنې چې د سولې په برخه کې یې له افغانستان سره کړې وي نه دي پوره کړي.
اوس پوښتنه داده چې پاکستان ولې په خپل هیواد کې د افغان طالبانو پر وړاندې جدي اقدامات نه کوي؟
په همدې اړه زمونږ همکار په کابل کې د لیکوال او سیاسي مسایلو له څیړونکي انتظار خادم سره غږیدلی اوپه سر کې یې تري پوښتلې چې د ولسمشر وروستۍ خبرې له تیرو خبرو سره څه توپیر لري؟
دلته یې مرکه اوریدلی شئ.