مورکۍ د سوي کریغې کوي ویر دی خبریاله
په تګ د عزرائیل ژاړي تغیر دی خبریاله
ته پروت ئې په کیمره کې د دوینو داغمې ښکاري
راغلی دې څه بل رقم تصویر دی خبریاله
نن ته د خبرونو په سرټکو کې ګډیږې
اواز د نن په ستوني کې اسیر دی خبریاله
د اوښکو پرځای لویږي نن له سترګو نه سکروټې
ماحول د نندارې ته څه ځیر ځیر دی خبریاله
ورک شوي له حیرانه دي لفظونه په غزل کې
غلط ئې د لیدلي خوب تعبیر دی خبریاله
لیکوال رفیع الله حیران