خبرې څنګه وکړو؟

ليکنې هم يو ډول خبرې دي، خوموږ پرهغو خبرو غږيږو،چې بې ليکه ويل کېږي، په لومړي سرکې دغه خبرې پر دوو ډولو وېشلاى شو: رسمي او غير رسمي، چې غير رسمي يې موږ د ملګرو ترمنځ او په عادي ورځني ژوندکې کوو، مګر رسمي هغه يې په رسمي حالاتواو ځايونوکې کوو. دغه رسمي خبرې په خپله دوه ډوله دي:

د دريځ پرسر او رسنيو کې خبرې.

د رسنيو خبرې:

په دې چوکاټ کې د خبرو پر ډول  د دې مسلک(ژورناليزم) لارويانو پرېمانه خبرې کړي، او خپل اصول يې وړاندې کړي.

د دريځ پر سر خبرې:

د دريځ پر سر وياند(Announcer) ترټولوډېر درېږي، نو اړينه ده چې وياند بايد ديوه وياند ټولې ځانګړنې ولري، لکه:د فصاحت او بلاغت ځواک، مناسبه څېره، برابر غږ، دموضوع اړوند يو څه مالومات،د کليمو پرېمانه ذخيره،بې تعصبي او ….

پروياند سربېره هغه څوک چې پر دريځ يو چاياډلې ته غږيږي هم بايد خپلو خبرو ته پام وکړي.ځينې وينا وال د دې له پاره چې مقابل لورى تر خپل تاثير لاندې راولي او خپلې خبرې نېغې پرې ومني، ډېر په زوره او دلاسونو په خوځولو غږيږي. په داسې حال کې چې ځينې نور بيا ارامې او ترډېره بريده بې حرکته خبري کوي.

دغسې دواړو ډولو ته په خپل حال کې اړتياده، پردې مانا چې که څوک په داسې ځاى کې خبرې کوي، چې دمقابل لوري علمي کچه ټيټه ، خو احساسات يې ژوندي وي، لومړي ډول خبرو ته ډېره اړتيا ځکه ده ،چې دغه خلک په تفکر او تعقل تابع کولاى نشي، ځکه چې د ده خبرې دوى نه شي تللاى ،خو که دغه خبرې له احساساتو ډکې ورته وشي، دوى هم بې له فکره ترتاثير لاندې راځي،او مني يي.مګر په هغه ځاى کې چې د خلکو علمي کچه لوړه وي، بايد په ارامه فضا کې پر ډاډ او دليل خبرې وشي. چې دغسې خبرې په ډېرى رسمي ناستوکې اړينې دي.اوپه دغسې ناستوکې بايد سړى له لومړي ډول خبرو ډډه وکړي.

ويناوال بايد دخپلو خبرو په موضوع پوره حاکميت او ډېرمالومات ولري، ځينې ويناوال د لغات پراني په باران کې غواړي خپل ځان په مقابل لوري عالم ومني، چې دا د يوه ښه ويناوال ځانګړنه نه ده. يو ښه ويناوال بايد _که شونې وي_ دمقابل لوري هر اړخيزه مطالعه ولري. په ننګرهارکې د څېړنې يور ورځني سمينارکې پوهاندزيار خبروته وغوښتل شو، هغه خپلې خبرې داسې پيل کړه: (( زه چې کله له لندنه راتلم، ملګرومې راته ويل چې ته خو ځې ننګرهار ته؛ اوزموږ سلامونه به ورته وايي، نو هغوى سلامونه ويل…))

ماته مې د هيواد ديوه لري ولايت يوملګرى راپه غوږ شو: ګوره! دکمونيست زوى ته، نه بسم الله ، نه سلام ، نه کلام، نه درود…))

پوهاند زيار له يوه اړخه سم پيل ځکه وکړ، چې دى له لندنه راغلى وو، او ده په هماغه ډول پيل وکړ، چې کلونه_کلونه يې په بهر کې خپلې خبرې همداسې پيل کړې دي؛ خو له بله اړخه سم پيل ځکه نه وو،چې پوهاندصيب خپل مقابل لورى سم نه وو، درک کړى، ياهم کېداى شي هغه کُل د جُز تابع ګڼلى وي. مګر اړينه وه، چې هغه خپلې خبرې داسې پيل کړې واى،لکه له ده وړاندې چې نږدې لسوتنو ويناوالو پيل کړې وي. ځکه چې د ده مقابل لندن نه، بلکې جلال ابادوو.

د دريځ په ويناکې بايد ويناوال ترډېره بريده ټوله ناسته په پام کې ولري، او خپلې سترګې په يوه لوري يا يوچا کې ښخې نه کړي، مګر د اړتيا په صورت کې پروانه لري. خو بياهم بايد اړتيا او دخبرو نزاکت سره پرتله شي.

دادمحمدناوک