ختیځو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۴ نوي پیښې ثبت شوي

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، تیرو څلور ویشتوو ساعتونو کې د ننګرهار په لابراتوارکې د کرونا ۵۷ نمومې کتل شوي، چې له ډلې یې ۱۹ په ننګرهار کې، یو په لغمان او څلور په کونړ کې مثبتې ثابتې شوي.

له دې سره ننګرهار کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۳۳۵، لغمان کې ۱۳۱، کونړ کې ۸۷ او نورستان کې ۴ ته ورسېد.