ختیځو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۳۳ مثبتې پیښې ثبت شوي

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د ننګرهار په لابراتوار کې د کرونا ویروس ۵۰ سمپلونه کتل شوي، چې له ډلې یې ۲۳ په ننګرهار او ۱۰ په کونړکې مثبتې ثابتې شوي.

له دې سره ننګرهار کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۲۲۲، کونړ کې ۷۰، لغمان کې ۱۰۴ او نورستان کې ۴ پیښو ته ورسېد.