ختیځ ادبي بهیر پښتو ژبې ته د محمد اغا ډاډمن د علمي او مسلکي اثارو نمانځنه وکړه

هجرت الله قدردان

ختيځ ادبي بهير دخپلو ځانګړو غونډو په لړ کې پښتو ژبې ته دمحمداغا ډاډمن دمسلکي او علمي اثارو دبخښنې په وياړغونډهد۱۳۹۴ل لکال دلړم دمياشتې په ۲۲نېټه دجمعې په مبارکه ورځ دجلال آباد ښار د ښاروالۍ مېلمستون دغونډو په تالار کې ترسره کړه.

غونډه دماسپښين په دوه بجو د ديدار ساپي په تلاوت سره پيل شوه.

د دريځ چارې ميوند درځار سمبالولې، دغونډې مشر دننګرهار داطلاعاتو او فرهنګ ريس اورنګ صميم و، مېلمانه يې انجينر ستانه مير زهير شينواری، بازمحمد عابد، احمدضياء عبدالزی، ملک عزيزالرحمن، رفيع الله رفيع، ادريس غروال، رفيع الله رحيمزی او محمداغا ډاډمناو دکوربه په څوکۍ ورسره امرالله روان ناست و.

دغونډې دپرانستې وينا لپاره انجينر ستانه مير زهير شينواري ته بلنه ورکړل شوه، نوموړي خپلې خبرې د غونډې ګډونوالو ته په ښه راغلاست پيل او ويې ويل: ختيځ ادبي بهير تل هڅه کوي، چې خپلې وياړلې څيرې په ژوند وستايي، چې په همدې موخه نن غواړي چې داستاد محمداغا ډاډمن دکړي خدمتونو قدرداني وکړي.

ادريس غروال د استاد محمداغا ډاډمن ژوند ليک ولوست.

خاورې منت بار دمحمداغا ډاډمن دچاپ اثارو پېژندنه وړاندې کړه.

دننګرهار پوهنتون استاد رفيع الله رحيمزي دخبرو په شروع کې دکتاب ارزښت ګډونوالو ته بيان کړاو بيا يې وويل: دمحمداغا ډاډمن کتابونه دکرنې په برخه کې ستره لاسته راړونه بولم، چې دمسلک ترڅنګ يې دخپل هېواد سره مينه هم پکې څرګنده کړې، چې مطالعه يې دهر چالپاره اړينه ده.

استاد رفيع الله رفيع په خپلو خبرو کې د محمداغا ډاډمن ستاينه وکړه، چې په کم عمر کې ډېرې لاسته راوړنې لري او دنوموړي په کتابونو کې يې دټولنې دپرمختګ او هېواد پالنې برخه درنه ياده کړه، او په اخر کې يې د ګډونوالو مننه وکړه، چې غونډې ته دراتلو زيار يې ايستلی دی.

سردارولي مسرور خپلې خبرې د ډاډمن په هغه کتابونو راپيل کړې، چې هېواد په کچه په کرنيزو موسيسو کې تدريسيږي،چې نوموړي کتابونه دټولنې لپاره دوياړ زيری دی، همدارنګه مسرور د ډاډمن په هغه کتابونو رڼا واچوله چې په تدريسي نصاب کې شامل نه دي او هم يې دناچاپ اثارو يادونه وکړه، په اخر کې يې استاد ډاډمن يو ټولنيز شخصيت ياد کړ.

حميدالله مشکور وويل: دوياړ ځای دی، چې د استاد ډاډمن د کړي خدمتونو په ستاينه راجمع شوي يو، استاد ډاډمن هغه منلی شخصيت دی، چې دټولنې دپرمختګ لپاره يې تل نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړي دي او د استاد دا لاسته راوړنې دټول هېواد وياړ بولم .

سفير افغانيار د ډاډمن لاسته راوړنې له وياړه ډکې يادې او زياته يې کړه: استاد ډاډمن دخپل مسلک سره ډېره مينه لري، دهېواد پالنې ښه مفکوره ورسره ده، چې تل يې خپلو زده کوونکو ته دمسلک ترڅنګ دهېواد سره دمينې درس هم ورکړی دی.

بغداد ارماني د ډاډمن څخه مننه وکړه، چې خپلې هڅې يې د ټولنې دپرمختګ لپاره تل جاري ساتلي او هم يې ډاډمن ښه استاد، ليکوال، او ټولنيز شخصيت ياد کړ او هيله يې ترې وکړه، چې لا دټولنې خدمت ته اوږه ورکړي.

اورنګ صميم وويل : دختيځ ادبي بهير دا نوښت او افتکار ستايم، چې خپل شخصيتونه او دټولنې واقعي خدمتګاران په ژوند لمانځي او قدرداني يې کوي، زه استاد ډاډمن ته مبارکي وايم او ډاډ ورکوم چې داکتابونه مسلکي دي او لوستوونکي لري، داستاد دا ستر افتکار ګڼم چې دخپلې زاوې نه د ټولنې خدمت کوي، او هيله يم چې راتلوونکي خدمتونه به يې هم د ستاينې او نمانځنې وړ وي.

ملک عزيز الرحمن د استاد ډاډمن کړنې دټولنې لپاره يادې کړې، نه د ځان لپاره اوډاډمن يې دټولنې واقعي خادم ياد کړ.

دغونډې په وروستيو شېبو کې محمداغا ډاډمن ته بلنه ورکړل شوه، نوموړي دخبرو په شروع کې دختيځ ادبي بهير دمشرتابه او غړو مننه وکړه، چې دغونډې په جوړولو کې يې هلې، ځلې کړي، همدارنګه يې د خپلو استادانو، راغلو ميلمنو او دغونډې دټولو ګډونوالو مننه وکړه، چې غونډې ته دراتلو زيار يې ايستلی دی.

دا غونډی چې ډېری د پوهې او ادب مينوالو پکې ګډون درلود،چې د مازيګر په ۴:۳۰بجو پای ته ورسېده.