ختیځ زون کې د کرونا ویروس ۴۷ مثبتې پېښې اضافه شوي

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، دې ولایت کې د کرونا ویروس له ۲۸ سمپلونو یا نمونو څخه ۲۳ مثبت، ۱ منفي او ۴ بیا ځلي مثبت ختلي دي.

همدا راز د لغمان ولایت اړوند کرونا ویروس له ۲۴ نمونو څخه ۱۷ مثبت ۶ منفي او ۲ بیا ځلي مثبت

،د کنړ له ۵ نمونه څخه ۵ کتل شوي، چې ټولې یې مثبت ختلي دي.

دغه ریاست زیاتوي، چې د نورستان ولایت کرونا ویروس له دوه نمونو هم دوه کتل شوي، چې دواړه یې مثبتې دي.

د دغې معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ننګرهار له ۱۷۰۴ نمونو څخه ۹۲۲ مثبتې پېښې او ۳۷۶ منفي ثبت شوي او پاتې نور یې تر پروسس لاندې دي، چې ۴۳ تنه یې کاملأ ښه شوي او تکراري ټسټونه یې منفي شوي دي؛ له دې ډلې ۲۱ تنه مړه شوي هم دي.