د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، دې ولایت کې د کرونا ویروس له ۲۴ سمپلونو یا نمونو څخه ۱۸ یې مثبت ختلي دي.
د کنړ له ۳۶ نمونه څخه ۲۶ مثبت او ۱۰ بیا ځلي مثبت او د لغمان ولایت اړوند کومه نوې پېښه ثبت شوې نه ده.
روغتیا ریاست زیاتوي، چې د نورستان ولایت کرونا ویروس له ۸ نمونو هم ۸ کتل شوي، چې ټولې یې مثبتې دي.