ختیځ زون کې د کرونا ویروس ۶۹ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرونا ویروس له ۶۷ سمپلونو یا نمونو څخه ۵۴ مثبت، ۴ منفي او ۹ بیا ځلي مثبت ختلي دي.

د کنړ له ۲۰ نمونه څخه ۱۵ مثبت او ۵ منفي ختلي دي، چې  نورستان او لغمان ولایتونو کومه نوې مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له مخې، تر دې دمه په دې ولایت کې له ۱۶۶۵ نمونو څخه ۸۹۲ مثبتې پېښې او ۳۷۱ منفي ثبت شوي او پاتې نور یې تر پروسس لاندې دي، چې ۴۲ تنه یې کاملأ ښه شوي او تکراري ټسټونه یې منفي شوي دي.

دغه ریاست زیاتوي، چې په یاد ولایت کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنه مړینه شوي هم دي.