خدای دې لحد ته خیرکړي؛ پاکستان کې درحمان بابا دقبر شناخته غلا شوه

د پښتو ژبې  د صوفي  شاعر  رحمان  بابا  د قبر  شناخته  چې  په یاقوت او مرجان قیمتي ډبرو باندې  سینګار  وه  غلا شوې ده .

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت  د پیښور  ښار  د پولیسو  مشر سردار ثاقب  د نوموړې پیښې له مخې  د ځینو مسئولینو پر خلاف  د تحقیقاتو د پیلولو  امر کړی دی.

د پاکستان د خبري رسنیو د خبر له مخې  د پيښور ښار  د پولیسو  یو تن مشر سردار ثاقب  تیره اوونۍ په ناڅاپي توګه  د رحمان بابا  د زیارت  نه لیدنه وکړه او ددې زیارت  په شاوخوا کې په  غیرې قانونو توګه د جوړو شوو کورونو  د نړولو امر يي وکړ.

د پولیسو د مشر لخوا  د رحمان بابا  د مزار نه د زیارت پر مهال  دا معلومه  شوه چې  د قبر شناخته  غلا شوې ده .

د یادولو وړ ده  چې  د رحمان بابا  د قبر  شناخته  په ۱۹۵۰ کلونو کې  د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لخوا  چې په یاقوت او مرجان قیمي ډبرو سینګار وه  او رحمان بابا  په پښتو او فارسي ژبه  ځینو شعرونه پرې لیکل شوي  وو  پیښور ته استولې وه.

ویل کیږي  ظاهره شاه  د نوموړې شناختې  سربیره  د رحمان بابا د قبر لپاره ځیني قیمتي ډبري هم  استولي ووچې دقبر په نورو برخو کې لګول شوي دي.

د رحمان بابا د زیارت  مسئولینو ویلي دي چې  د هغه د قبر په شناخته کې  ګلابي رنګه  یاقوت  او تک شنه مرجان  کاڼي  ځای په ځای شوي وو.

هغوې ویلي دي چې  دې قیمتي ډبرو  د رحمان  بابا  مزار  ته ځانګړی رنګ  ورکړی وو.

د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د رحمان بابا د زیارت  د شاوخوا سیمې د جوړولو په خاطر يي  د ځینو غیرې قانوني  ودانیو د ویجاړولو  امر وکړ.

خو پدې مهال  د رحمان بابا د قبر شناختې ته  متوجه شو  چې نه وه.

هغه ویلي دي دا لا معلومه نده چې  د رحمان بابا  د قبر شناخته  څه وخت  غلا شوې ده.