خطیب ګولن په ناکامې کودتا کې دلاس لرو په تور په ۳زره کاله بند محکوميږي

د ترکیي څارنوالۍ خطيب فتح الله ګولن لپاره د ۳، زره کاله څخه زیات د بند سزا غوښتنه کړی. دا خبر سپوتنیک خبری آژانس د Hurriet له قوله خپور کړی.
د ترکیی حکومت خطيب فتح الله ګولن پدی تورنوی چې هغه د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې لاس لری. نوموړی اوس په امریکا کې ژوند کوی. فتح الله ګولن دا ادعاګانی بی بنسټه بولی او په کودتا کې خپل لاس لرل رد کړي دي. ترکي چارواکی د امریکا څخه د فتح الله ګولن د بیرته سپارلو غوښتنه کړی.
د یادونی وړ ده، د ۲۰۱۶ کال د جوالی په ۱۶ د ترکي د یاغیانو ډلی د پوځي کودتا هڅه وکړه. د پيښی په پایله کې ۲۴۰ تنه ترکي وګړی وژل او د ۲ زرو نه زیات کسان ټپيان شوی وو.