خلک د دې ۴ ډوله انسانانو څخه کرکه کوي

انساني ټولنه د مینې او نفرت جوړه يوه ټولنه ده، د ټولو هیله مینه ده، خو له بده مرغه تل دغه هيله نيمګړې پاتې کېږي، تل ځکه وايو چې د خوشحالۍ په نسبت ناهيلي ډېره وي، د دې سببونه کېدی شي ډېر وي خو یوه خبره چې ډېر پام ځانته اړوي دا ده چې انسانان ډېر کله په کوچنيو شیانو خفه کېږي، ناهيلي کېږي، زړه یې ماتېږي، خو د خوشحالۍ په هکله بيا دا قاعده ډېره د عمل وړ نه ده، ځکه نن سبا داسې انسانان کم دي چې په لږ شي په کوچني شي خوشحاله شي، نن سبا ډېری انسانان د خوشحالۍ لپاره يو لوی سبب غواړي، لکه د خفګان غوندې که انسانان په کوچنیو شيانو هم خوشحاله کېدلی او ژر يې د نفرت دروازې نه ټکولی کېدی شي نن به خوشحالۍ په غم او مينې په نفرت بريا ترلاسه کړې وه.

 

په دې ليکنه کې مو د هغه ډول انسانانو په هکله معلومات درته راغونډ کړي چې ډېری خلک ورڅخه ښه نه وړي، حتاً نفرت ورڅخه کوي.

 

١-: هرکاره

 

ډېری انسانان د هغه ډول خلکو څخه ښه نه وړي چې په هر کار کې کار لري، دا ډول انسانان په هر څه پوهېږي، داسې بخش داسې علم او هېواد نشته چې دوی پکې قطعي معلومات ونه لري، دلته يو باریک ټکی موجود دی، هغه دا چې دا ډېره نوې او ناخوښه خبره نه ده چې ځینې خلک دې په هر څه کې خپل نظر ورکړي، دا نورماله خبره ده، د دې ډول خلکو ستونزه دا ده چې داسې خبرې کوي لکه دوی چې مطلق رښتيا وايي او د دوی خبره هېڅ د رد او اشتباه وړ نه ده، انسانان دا ډول خلک د مچانو سره تشبیه کوي او وايي لکه مچ په هر دېګي کې لويېدلی وي، دا ډول خلک د ټولنې د وګړو نفرت ترلاسه کوي، په ځانګړي ډول چې دا خوی د اوږد وخت لپاره پکې وي.

 

٢-: تل شکایت کوونکی

 

دا ډول خلک تل ناراضه وي، د هېڅ شي څخه نه خوشحاله کېږي، هره پېښه د ځان په ضد ګڼي، هره پېښه د ځان په ضد تفسير کوي، دوی په هېڅ مسیر سم حرکت نه شي کولی، ځکه هر څه ته د شک په سترګه ګوري او د دې ټولو شرايطو څخه ډېر زيات شکايت کوي، له دې څخه ډېر زيات خواشيني وي، هېڅ دوست نه لري، د هېچا څخه نه وي راضي، ټول د احتمالي دښمن په توګه ارزوي، د هر یوه ملګري څخه خفه وي، داسې خلک په ټولنه کې د ويروس مثال لري، چې کوم چاپيريال ته دننه شي بس پکې شکایت پيل کړي.

 

٣-: تل مرسته غوښتونکي

 

د خلکو داسې وګړي خوښېږي چې په خپلو پښو ولاړ وي، تل د يو کار د بريا لپاره هڅه کوي، کېدی شي څو ځل ناکام شي، کارونه يې سم په مخ ولاړ نه شي خو دوی بيا هم ماته نه مني، يو ډول خلک بيا داسې دي چې هېڅ شي ته سم نیت نه کوي، په هېڅ کې نه بريالي کېږي، ځکه دوی د اول څخه په ځان باور نه لري، دا ډول خلک مجبور وي تل په ټولنه کې نورو ته لاس ونيسي، نو دوی تل محتاج وي، تل مرسته غواړي، خلک د داسې کسانو څخه ځانونه لرې ساتي چې اوس به بيا څه غواړي.

 

٤-: حريص انسان

 

ځینې خلک داسې دي چې سترګې یې وږې دي، دوی ته که ټوله نړۍ هم ورکړل شي بيا هم نه مړېږي، تل ځان کم احساسوي، هر څه یې چې ترلاسه کړي وي فکر کوي دا ډېر لږ دي، دوی په هر ځای کې په دې هڅه کې وي چې خپله برخه تر نورو لږ غوړه ترلاسه کړي، کېدی شي دوی همدا اوس هم د ډېرو خلکو څخه ښه امکانات او ژوند ولري، خو بيا به هم داسې ځان خوار نيسي لکه هېڅ چې نه لري، په دوی کې حرص نور په يوه ناروغۍ بدل شوی دی، له دې کبله دا ډول اشخاص د خلکو په سترګو کې خپل قدر له لاسه ورکوي او ورو ورو د خلکو د نفرت وړ ګرځي.

 

ژباړه : منيب الرحمان رحماني