زلمی خلیلزاد چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی دی؛ د اندونیزیا او هند د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې کتلي دي.
نوموړي په نیویارک کې له یادو کسانو سره د لیدنې پر مهال پر افغان سولې او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت خبرې کړي دي.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې رتنو مرسودي او د هند د بهرنیو چارو وزیر شنکر له زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی دی، چې د افغان سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.