خلیلزاد له طالبانو سره بیا مذاکرات پیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسماً اعلان کړه، چې د افغان سولې لپاره به یې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې له لوړ پوړو چارواکو او سیاسي مشرانو سره تر لیدنې وروسته دوحې ته ستون شي او له طالبانو سره به د سولې مذاکرات بیا پیل کړي.

تمه ده دا ځل خلیلزاد له طالبانو سره په افغاني مذاکراتو او اوربند یا هم د تاوتریخوالي د راکمولو پر سر هوکړې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته راغلی او له ولسمشر غني وروسته یې له عبدالله عبدالله او نورو سیاستوالو سره لیدنې کړې دي.