خواجه اصف: پاکستان نور د امریکا متحد نه دی او دوستي مو پاې ته رسیدلې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي، چې نوره د امریکا او پاکستان دوستي پای ته رسېدلې ده. خواجه اصف له وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې پر پاکستان د امریکا د مالي او نظامي مرستو له ځنډولو ورسته داسې ښکاري، چې نور د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ له منځه تللې ده. نوموړوي په خپلو خبرو کې ویلي، چې پاکستان نور د امریکا دوست نه دی، ځکه ملګری له ملګري سره داسې چلند نه کوي. بلخوا د پاکستانۍ جنګ ورځپاڼې د راپور له مخې خواجه اصف ویلي، چې په ۲۰۰۱ کال کې له امریکا سره د افغانستان په جنګ کې مرسته کول زموږ لویه تېروتنه وه، ځکه دغه چاره په پاکستان کې د ترورېزم د زیاتولي لامل شوه. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، چې پر پاکستان د مالي او نظامي مرستو بندول خپله امریکا ته تاوان پېښوي.