په خوست کې د چینارکلنۍ مشاعره د بېلا،بېلو پښتنو سیمو د شاعرانو په ګډون ترسره شوه.
په دغه مشاعره کې د پښتونخوا،ننګرهار،کابل او سویل ختیزو ولایتونو لسګونه شاعرانو او فرهنګپالو برخه اخیستې وه.
په یاده مشاعره کې شاعرانو د هېواد او سیمې پر روانو حالاتو خپل تاثرات په شاعرانه ژبه واورول.
د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون یاده مشاعره په هنري لحاظ د لوړ ارزښت لرونکې وګڼله او سپارښتنه یې وکړه،چې دغه مشاعره باید همداسې هنري وساتل شي.
له پښتونخوا څخه راغلي شاعر بهار وزیر وویل،داسې مشاعرې د پښتنو شاعرانو ترمنځ اړیکې او فکري یووالی زیاتوي.
د مشاعرې د ورځې ترڅنګ د غزل شپه هم جوړه شوې وه او ورسره د خوست د ولسي موسیقۍ بنډار هم برابر شوی و.
چینار مشاعره هرکال په خوست کې جوړیږي.
د دې ترڅنګ هرکال په نورو سیمو کې هم داسې کلنۍ مشاعرې كیږي.
د دغو مشاعرو د لړۍ پيل له ننګرهار څخه د نارنج ګل دودیزې مشاعرې څخه شوی.