خوست د عامې روغتیا د مرستیال په موټر چاودنه شوې

خوست کې اداري کمپلیکس ته څېرمه د یاد ولایت د عامې روغتیا مرستیال ‌ډاکټر ګل محمد الدین په موټر چادونه شوې، چې له امله یې د ډاکټر ګل محمد الدین په کډون شپږ تنه ټپیان شوي دي. د خوست ولایت د والي ویاند طالب منګل وایي، د یادې چاودنې ډول تراوسه نه دی معلوم؛ خو په خبره یې یاده پیښه اداري کمپلیکس ته څېرمه جمهوریت دروازې شاوخوا کې د کابل ـ خوست پر عمومي سرک مازیګر ناوخت رامنځته شوې ده.