خوست کې د چاودنې له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر یوې خبرپاڼه کې کاږلي چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د خوست ښار سپین جومات ته نږدې یوه هوټل کې چاودنه شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغې چاودنې له کبله تر اوسه درې تنو ژوند بایللی او اووه تنه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
خبرپاڼه څرګندوي چې د دې پېښې د نوعیت په اړه پلټنې روانې دي.