خوست کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکو ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې خپاره شوي چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو له خوا اته کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له منځه وړي دي.

چارواکي وايي، وسله والو طالبانو یاد ماینونه پر عامه لارو کې ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوي دي.