خوست کې یو ډاکټر د کرونا له امله مړ شو

ډاکټر نېک الرحمن د خوست ولایت د کرونا تجرید روغتون کې په دنده بوخت و، چې د کرونا ویروس پایله یې مثبته وخته او بالاخره یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د خوست د عامې روغتیا مسئولین وایي چې یاد ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۴ دي او د ډاکټر په ګډون تر اوسه ۲ کسان مړه شوي دي.

د هغوی په وېنا چې خوست کې تر دې دمه څلور کسان له کرونا ویروس څخه بېرته ښه شوي دي